۰

د کابل ښار لوېدیځ کې چاودنه وشوه

شنبی ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پلازمنې کابل ښار په لوېدیځه برخه کې چاودنه شوې او دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.
د کابل ښار لوېدیځ کې چاودنه وشوه
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د پلازمنې کابل ښار په لوېدیځه برخه کې چاودنه شوې او دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د زمري ۲۲ مه شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۸ مې حوزې اړوند د دشت برچي په شل متره سړک باندې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چاودنه د برېښنايي پېژندپاڼو د یوه مرکز مخې ته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه عام وګړي سطحي ټپیان شوي او نور زیان نه لري.

خو له سیمې عیني شاهدانو ویلي، په چاودنه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې زمري ۲۰ مه شیخ رحیم الله حقاني هم په کابل کې په خپله مدرسه کې په یوه چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي