۰

هند کابل کې خپل سفارت ته بېرته دیپلوماتان استولي دي

شنبی ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۷
هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر له قوله ویلي، له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده.
هند کابل کې خپل سفارت ته بېرته دیپلوماتان استولي دي
هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر له قوله ویلي، له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند این ډي ټي وي خبري شبکې د ښاغلي شنکر له قوله زیاته کړې، د هندي دیپلوماتانو یوه ډله  ه افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر استول شوې ده.
 
سرچینې وايي، ښاغلي شنکر د هند په بنګلورو ښار کې خبریالانو ته په دې هکله وویل«موږ پتېيلې چې دیپلوماتان به بېرته سفارت ته لېږو، خو سفیر به نه ځي. موږ به ځان ډاډمنوو چې دوی به بشري او طبي مرستو، واکسین او پرمختیايي پروژو په چارو کې همکاري وکړي.»
 
د یادونې ده، د هند بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې جون میاشت کې ویلي وو، پلازمېنه کابل کې يې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده چې هلته بشري مرستې همغږې او وڅاري.
 
باید و ویل شي، چې د تېر کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري دولت له نړېدو سره د نورو دیپلوماتانو تر څنګ هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي