د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې په تېر یوه کال کې یوازې مرګ ژوبله کمه شوې او نور هر څه منفي و.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له یوې هندي رسنۍ انډیا ټوډې سره په تازه مرکه کې، چې پرون شنبې د زمري ۲۲ مه خپره شوې کړې دي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې ویلي، چې اوس مهال افغانان له لویو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا باسواده افغانان هره ورځ له وطن وځي او تر خوا یې اقتصادي وضعیت به یوه ډېر بد حالت کې دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د دولت سقوط هم لویه ضایعه بللې ده.
نوموړي د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار ته په اشارې ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ کولای شي چې هلکان او نجونې یې زده کړې وکړي او سړي او ښځې یې اوږه په اوږه د خپل هېواد لپاره کار وکړي.
حامد کرزی داسې مهال تېر یو کال د افغانانو لپاره له ستونزو ډک بولي چې سبا د طالبانو په لاس د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط لومړۍ کلیزه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل