د ملګرو ملتونو د ژغورنې نړیوالې کمېټې یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، همدا اوس پنځوس سلنه افغانان پر بشري مرستو ګذاره کوي او په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی.
سرچینې له نړیوالو مرستندویه موسساتو غوښتي چې له افغانستان سره پراخو مرستو ته ملا وتړي او په دغه هېواد کې د کار او بوختیا د پيدا کولو لپاره لویې او اوږدمهاله پروژې پيل کړي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې یو ځل بیا ټینګار کړی چې که وضعیت کنټرول نه شي نو بشري ناورین به تر شل کلنې جګړې به ډېر افغانان وځپي.
جمهورخبري آژانس:کابل