۰

اروپايي ټولنه: طالبان باید له ښځو سره چلند کې بدلون راولي

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۳
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بورل وايي، طالبان باید د ښځو د حقونو، نجونو او اقلیتونو په اړه خپل چلند کې بدلون راولي.
اروپايي ټولنه: طالبان باید له ښځو سره چلند کې بدلون راولي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بورل وايي، طالبان باید د ښځو د حقونو، نجونو او اقلیتونو په اړه خپل چلند کې بدلون راولي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې بورل تېره شپه (دوشنبې د زمري ۲۴ مه) په خپله ټوېټر پاڼه ادعا کړې، چې افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره دلته بشري حقونه بدتر شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره بیا د مېرمنو، نجونو او اقلیتونو حقوق تر پښو لاندې شوي او لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.

ده ویلي«زه له هغه کسانو، چې همدا اوس کابل کې په واک کې دي، غواړم چې دغه پرېکړې او چلند د منلو نه دی او باید بدلون په کې راولي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې پرون دوشنبې د اګست ۱۵ مه (د زمري ۲۴ مه) پر افغانستان د طالبانو واکمني یو کلنه شوه.

افغان حکومت که څه هم د اروپايي ټولنې د دغه چارواکي د خبرو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی، چې دوی ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي