۰

یوناما: طالبان لا هم د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره فرصت لري

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۹
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما دفتر وايي، طالبان لا هم د خپل هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره فرصت لري.
یوناما: طالبان لا هم د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره فرصت لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما دفتر وايي، طالبان لا هم د خپل هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره فرصت لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دفتر تېره شپه (دوشنبې د زمري ۲۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه له طالبانو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې سره په تعامل او د یوه ټول شموله حکومت چې د نړیوالې تولنې غوښتنه ده، فکر پرې وکړي.

یوناما چې دغه څرګندونې د طالبانو د واکمنۍ د یو کلن کېدو په غبرګون کې کړې، ویلي«موږ له یوه کال وروسته له طالبانو غواړو، چې فکر وکړي، ځکه لا هم د افغانستان د وضعیت د ښه کولو او د خلکو د امید لپاره ځینې فرصتونه لري او باید ګامونه پورته کړي.»

یوناما خبرداری ورکړی، چې له بدلون پرته ټول څه کېدای شي بدې خوا ته ولاړ شي.

سرچینې زیاته کړې، نړیواله ټولنه له هغه کسانو سره چې بشري حقونو ته درناوی کوي او د ټول افغانستان د خلکو استازی وي، تعامل ښايي وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي