۰

د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون ډالر لیلاموي

چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري ۱۱ ميلیون امریکايي ډالره په ازاد بازار کې د داوطلبۍ په ډول لیلام کړي.
د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري ۱۱ ميلیون امریکايي ډالره په ازاد بازار کې د داوطلبۍ په ډول لیلام کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دغه اندازه پیسې به نن چهارشنبې د زمري ۲۶ مه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره هره اوونۍ ډالر لیلاموي.

خلک وايي، که څه هم د افغانیو ارزښت یو څه ثابت پاتې شوی، خو په بازارونو کې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي