د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې ۵ مادې لري، ویلي، د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته حاضر شي. په خبرپاڼه کې دوکاندارانو ته امر شوی، چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي. د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض او واجبات بیان شي او د لمانځه سم تلفظ وښودل شي. د امر بالمعروف وزارت په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که چا دا اوامر ونه منل قانوني چلند به ورسره کېږي او څوک به د شکایت حق هم نه لري. خو د دغه وزارت وياند عاکف مهاجر وايي، دوکاندارانو ته یوازې توصیه شوې ده. جمهورخبري آژانس:کابل