۰
مودي:

پاکستان د ترانزېټ په برخه کې ستونزې را ولاړې کړې دي

شنبی ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۷
د هند صدراعظم نرندرا مودي بیا پر پاکستان انتقاد وکړ، چې د ټرانزیټ په برخه کې یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.
پاکستان د ترانزېټ په برخه کې ستونزې را ولاړې کړې دي
د هند صدراعظم نرندرا مودي بیا پر پاکستان انتقاد وکړ، چې د ټرانزیټ په برخه کې یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې پرون جمعه د وږي ۲۵ مه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، دا چې پاکستان د ترانزیټ په برخه کې ستونزې راولاړې کړې، نو ځکه د دغه هېواد له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترانیزټي مالونو وړل ستونزمن شوي دي.

مودي و ویل«پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د هند ټرانزیټي مالونو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي او دا مسئله د دې سبب شوې چې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد په میاشتو میاشتو ځنډ سره ترسره شي»

د یادونې ده، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې له دې هېواد سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستو کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي