د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغو نښتو دواړو غاړو ملکيانو ته هم ستونزې راولاړې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، په ځانګړې توګه د قرغزستان لوري ته زرګونه ملکيان کډې کولو ته اړ شوي دي. دی وايي، ملکي تلفات او د ملکيانو بېځايه کېدل د خواشینۍ وړ دي. دی وايي، اسلامي امارت پر دواړو لوریو غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي. سرچینې زیاته کړې، د پولې دواړو غاړو ولسونه بايد قرباني نه شي او یا بېځايه کېدو ته اړ نه وېستل شي. جمهورخبري آژانس:کابل