۰

له چین څخه د افغانستان لېږدونکي توکي قزاقستان ته رسېدلي

سی شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۱۵
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د اقتصادي دهلېز له لارې له چین څخه روان شوي د افغانستان سوداګریز توکي قرغزستان ته رسېدلي دي.
له چین څخه د افغانستان لېږدونکي توکي قزاقستان ته رسېدلي
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د اقتصادي دهلېز له لارې له چین څخه روان شوي د افغانستان سوداګریز توکي قرغزستان ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوي، په توکو بار دغه اورګاډی به راتلونکو څو ورځو کې د حیرتان بندر ته را ورسېږي.

دا اداره وايي، دغه انتقالات د واخان کورېډور شرکت له لوري کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې وږي میاشتې په ۱۸مه، نېټه د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ استازو په تاشکند کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې هغه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې یې د یادو هېوادونو ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو.

د اوسپنۍ پټلۍ اداره وایي، دا اقتصادي دهلېز چې د اوس لپاره د درېو میاشتو مودې په موخه په ازمایښتي ډول لاسلیک شوی دی، له مخې به یې له چین هېواد څخه کانټینري سوداگریز توکي لومړی قرغزستان ته راځي او تر هغې وروسته به د ازبکستان اوسپنې پټلۍ پر مټ د افغانستان بلخ ولایت ته را رسېږي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس همداراز د افغانستان تولیدات او ترانزیت به له یاد اقتصادي دهلېز څخه په گټه اخیستنې تر چین هېواد پورې په لنډو ورځو کې رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي