د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د اسلامي امارت په چارواکو یو ځل بیا غږ کړی چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي.
ګوترېش وویل«پر طالبانو غږ کوو چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لرې کړۍ.»
نوموړي ویلي، د نجونو تعلیم د سولې، امنیت، او پایدارې پراختیا لپاره اساسي ګام دی.
د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څه باندې یو نیم میلیون هغه نجونې چې په متوسطې او لیسې دورو کې یې درسونه ویل له زده کړو محرومه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل