د امريکا د بهرنيو چار وزير انتوني بلېنكن وايي، که افغان ښځو ته يوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته يو میلیارد ډالره ګټه ور ورسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن دا څرګندونې په واشنګټن کې د افغان ښځو د اقتصادي ثبات نوښت په نامه د يو نوي پروګرام د پيل په مراسمو کې کړې دي.
د دې پروګرام له مخې به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له بوسټن پوهنتون سره په ګډه افغان مېرمنو ته د سوداګرۍ، کار موندنې او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکوي.
نوموړي ویلي، اوسني وضعيت کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ له بې وزلۍ او بېکارۍ کړېږي او که مېرمنو ته يوازې د کار اجازه ورکړل شي، د نو د ګڼ شمېر وګړو ژوند ورسره بدلېدلی شي.
هغه د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکه وکړه چې د ژوند او کار ګڼو برخو کې یې پر مېرمنو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ښځې او نجونې هم بايد د هر وګړي په څېر د زده کړو، کار، سفر او د خپل برخليک د ټاکلو حق او جازه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل