۰

د دوه اړخیزې پانګونې لپاره یو ترکي پلاوی کابل ته راځي

پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۲۱
افغانستان له يو شمېر ترکي کمپنيو سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټيم پر جوړېدو هوکړه وکړه او په دې تړاو به د ترکیې یو پلاوی کابل ته راشي.
د دوه اړخیزې پانګونې لپاره یو ترکي پلاوی کابل ته راځي
افغانستان له يو شمېر ترکي کمپنيو سره د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټيم پر جوړېدو هوکړه وکړه او په دې تړاو به د ترکیې یو پلاوی کابل ته راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې توېټرپاڼې ليکلي چې پرون د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو ریاست په ترکیه کې د افغانستان سفارت پر همکارۍ يو اقتصادي انلاين ناسته تر سره کړه.

نوموړي ویلي، په یاده ناسته کې د افغانستان پر کانونو، ترانسپورټ، کرنې، سوداګریزو فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د انتقال پر لارو چارو خبرې وشوې.

بلخي ليکلي چې د دوه اړخيزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه، د دواړو لورو له خوا د ګډ کاري ټيم پر جوړېدو توافق وشو او په لوړه کچه به له ترکیې نه با صلاحیته پلاوی کابل ته راځي څو له افغان سوداګرو او د اړوند سکتوري وزارتونو استازو سره له نږدې توافق ته ورسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي