د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او د نړۍ خوراکي پروګرام خبرداری ورکړی، چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له درکه بیړني حالت سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه راپور پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه خپور کړی او په کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په نړۍ کې د لوږې سره مخ څو سیمو ته اشاره شوې.
په راپور کې راغلي، چې ښايي له نومبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو افراطي ناامني او شدیدې لوږې او سړې هوا له امله مړینې د پام وړ زیاتې شي.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي دي چې په تیر ژمنې کې د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له لوږې سره مخ وو.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۱۹ سیمې له لوږې سره مخ دي او عاجلو اقداماتو سره اړتیا لري څو د خلکو ژوند یې وژغورل شي.
خو په منځ کې شپږ هېوادونه افغانستان، ایتوپیا،. نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن عاجلو بشر دوستانه اقداماتو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل