۰

د ملا برادر دفتر د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې رد کړې

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۱۷
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دفتر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې دي.
د ملا برادر دفتر د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې رد کړې
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دفتر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوحه کې د امریکا او طالبانو د خبرو د جریان پر مهال یې ملا برادر ته د هغه د کور د انځور په استولو هغه تهدید کړی و او ملا برادر ورته د درناوي الفاظ کارولي دي.

له فاکس نیوز خبري شبکې سره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، چې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې ګواښ کړی و، که هغه څه چې دی يې ورته وايي عملي نه کړي له منځه به یوړل شي.

خو د ملابرادر دفتر ویلي، چې د ملابرادر او د ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ غږیز ریکارډ په اختیار کې لري او که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هېوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي