۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د کابل د پروني برید عاملین باید محاکمه شي

شنبی ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د ملګرو ملتونو امنيت شورا کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز بريد ته په غبرګون کې ويلي چې د بريد عاملان بايد محاکمې ته را کاږل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د کابل د پروني برید عاملین باید محاکمه شي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز بريد ته په غبرګون کې ويلي چې د بريد عاملان بايد محاکمې ته را کاږل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنيت شورا نن شنبې د تلې ۹ مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پر زده کوونکو پرونی بريد بوږنوونکی دی.

په اعلاميه کې ویل شوي، هغه کسان بايد محاکمه او د عدالت ميز ته را کاږل شي چې د پروني بريد په تنظيمولو، مالي ملاتړ او ترسره کولو کې لاس لري.

د امنيت شورا غړو دغه راز اندېښنه ښودلې چې پر ښوونيزو مرکزونو بريدونه به له زده کړو د زده کوونکو د ګټنې کچه زيانمنه کړي. دوی ټينګار کړی چې ترهګري په هره بڼه چې وي نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دی او د نړۍ ټول هېوادونه بايد ورسره د نړيوالو قوانينو پر بنسټ مبارزه وکړي.

کابل ښار کې پر کاج ښوونيز مرکز پروني بريد کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې په کور د ننه او بهر يې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي