د ملي دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو اړونده د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمېسیون چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب په مشرۍ جوړ شوی وو، په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ.
سرچینې زیاته کړې، یاد کمېسیون به د اشغالګرو پر وړاندې د خپلو مجاهدینو د عزت او وقار ساتلو په پار او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د هر مجاهد تعلیمي او جهادي اسناد په نظر کې نیسي او دوی ته به مناسبې نظامي رتبې ورکوي.
دوه میاشتې مخکې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي ویلي وو، چې د پوځ شمېر اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.
د اسلامي امارت ویاند پخوا ویلي وو چې راتلونکو دوو کلونو کې به د اسلامي پوځ جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.
جمهورخبري آژانس:کابل