۰

کونړ کې د داعش یو مهم غړی وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۱
د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست په کونړ ولایت کې د داعش یا خوارجو د یوه مهم غړي د وژلو خبر ورکړی دی.
کونړ کې د داعش یو مهم غړی وژل شوی دی
د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست په کونړ ولایت کې د داعش یا خوارجو د یوه مهم غړي د وژلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وژل شوی داعشی معاویه نومېده او د دغه ډلې مهم غړی وو.

سرچینې زیاته کړې«د کنړ ولایت د استخباراتو ریاست مجاهدو ځواکونو د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یولړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د معاویه په نوم د خوارجو یو تن مهم غړی له دوو نورو ملګرو سره یو ځای وواژه.»

د استخباراتو په خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوي کسان د خوارجو له مهمو غړو څخه وو، چې وخت ناوخت به یې په یاد ولایت کې د عامو او بی ګناه وګړو په وړاندې شریرې کړنې تر سره کولې او په یاد ولایت کې یې د امنیت د ګډوډۍ په خاطر شوم پلانونه درلودل.

دا په داسې حال کې ده، چې استخباراتو د افغانستان لپاره د داعش د بهرنیو اړیکو او مالي مسوول د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي