۰

د عدلیې وزارت: نړیواله ټولنه دې پر اسلامي امارت فشارونه پای ته ورسوي

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۰
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې کلکه مبارزه کوي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته پکار ده، چې پر اسلامي امارت فشارونه پای ته ورسوي.
د عدلیې وزارت: نړیواله ټولنه دې پر اسلامي امارت فشارونه پای ته ورسوي
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې کلکه مبارزه کوي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته پکار ده، چې پر اسلامي امارت فشارونه پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د عدلیې سرپرست وزیرمولوي عبدالحکیم شرعي پرون د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په لیدنه کې کړې ده.

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قوانينو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي شرعي د نیکولسن د دغه خبرې په ځواک کې چې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې اندېښنه لري و ویل، چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې جدي مبارزه کوي.

سرچینه زیاتوي، نیکولسن د قوانينو په اړه او دا چې څومره کار پرې شوی او تر کومې کچې پرمختګ شوی او د دغو قوانینو اساس او بنسټ څه دی، معلومات وغوښتل چې د عدلیې د سرپرست وزیر له لوري په دې برخه کې مفصل معلومات وړاندې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې له سفيره وغوښتل چې نور پر اسلامي امارت سياسي او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي