۰
پاکستان:

له نړیوالې ټولنې مخکې نه شو کولی د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژنو

شنبی ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د نړیوالې ټولنې له هغه دریځ ملاتړ کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وكړي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
له نړیوالې ټولنې مخکې نه شو کولی د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژنو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د نړیوالې ټولنې له هغه دریځ ملاتړ کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وكړي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زرداري دا څرګندونې په اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې او ویلي يې دي، حکومت يې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره له سرپرست حکومت سره د نړیوالې همکارۍ د جاري ساتلو لپاره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

نوموړي د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه زیاته کړې، پاکستان نه غواړي یواځې دا ګام واخلي، بلکې له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه دا لاره خپلوي.

زرداري د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د افغانانو په ګډون دې له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد به مبارزه کوي او د ښځو د تعلیم په ګډون به د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي