د بشري حقونو څار سازمان له ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو د سم لاسي مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن ویلي، ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبري اخراج مخه ونیول شي.
نوموړې چې پرون د بشري حقونو څار سازمان خپور کړی ترکیې ویلي، د ۲۰۲۲م کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې په ټوله کې ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پناه غوښتونکي اخراج کړي دي.
د دې بنسټ په وینا، ترکیه بې له دې چې د افغانانو اندېښمنوونکي غږونه واوري، دوی يې له خپلې خاورې وباسي.
د بشري حقونو د څار سازمان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ترکیې تایید کړې، روان کال یې تر ۴۵ زره زیات افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل