۰

ایران ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې ده

شنبی ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یې ایران ته د يو شمېر وسلو او نظامي تجهيزاتو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
ایران ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یې ایران ته د يو شمېر وسلو او نظامي تجهيزاتو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنگ رییس حبیب الله الهام ویلي، پرون د عزم ۲۱۵ قول اردو د درېیم کنډک د دویم ټولي سرحدي منسوبینو دوه کسان چې غوښتل یې وسلې او نظامي مهمات له هېواده بهر ته قاچاق کړي د یاد ولایت په کنګ ولسوالۍ کې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه دغه وسلې او نظامي تجهیزات په ډېر مهارت سره په يوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا كشف او ضبط شوي او په تړاو یې یوه ښځه او یو سړی نیول شوي دي.

د هغه په وینا نیول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي