د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تاييد وکړ او وې ویل چې اوس بشري مرستې تر لرې پرتو سیمو په ښه ډول رسېږي.
نوموړي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا ویلي، په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین شوی، د پخوا په ډول اوس افغانان د چاپو او بمباریو له امله نه وژل کېږي او نه هم بېځایه کېږي.
نوموړي ویلي تاریخ ښودلې چې، په افغانستان د فشارنو کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لورو په تعامل او همکاریو ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل