۰

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د څارنې بورډ غونډه کړې

سی شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۹
د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.
د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د څارنې بورډ غونډه کړې
د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې تېره شپه ناوخته د سویس د دولتي سرچینو له قوله  خبر ورکړی چې یاد بورډ تېره ورځ خپله لومړۍ ناسته د دغه هېواد په جینوا ښار کې کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د یادې غونډې اجنډا تر اوسه روښانه شوې نه ده، خو د افغانستان بانک پخوانی رییس او د یاد صندوق غړي انوارلحق احدي ویلي چې د تېرې ورځې د غونډې یوه برخه د یادو څه باندې درې نیم میلیارد ډالر پر کار اچولو متمرکزه وه.

د امریکا مالیې وزارت ویلي، دا پیسې د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنټرولوي، نه انتقالېږي، بلکې نوي‌ جوړ شوي صندوق ته لېږدول کېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو ورکولو، د پورونو ورکولو او د پیسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت به په غاړه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي