۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قطر مېشتو افغانانو سره لیدلي

چهارشنبه ۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر په السیلیه کمپ کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره لیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قطر مېشتو افغانانو سره لیدلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر په السیلیه کمپ کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د دغو افغان پناه غوښتونکو امریکا ته د قانونی ورتګ له بهیر څخه هم لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې مېرمن کرن ډېکر هم حضور درلود. بلنیکن زیاته کړې، چې د افغان پناه غوښتونکو د بیا ځای پر ځای کېدو په موخه په السیلیه کمپ د امریکا متحده ایالاتو او د قطر د ګډو کاري ټيمونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر مټ مهم کارونه ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر او امریکا د ګډې همکارۍ له امله په دې برخه کې نور ډیر کار ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي