۰
خلیلزاد:

سرپرست حکومت دې ټول شموله حکومت ته زمینه برابره کړي

پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
خلیلزاد وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او په دې ډول په راتلونکې کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
سرپرست حکومت دې ټول شموله حکومت ته زمینه برابره کړي
خلیلزاد وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او په دې ډول په راتلونکې کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې د ترکیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.
 
نوموړي اندېښنه ښودلې، چې که حالت همداسې روان وي، د افغانستان تاریخ ته په کتو، د کړکېچ لمن بیا پراخېدلی شي.
 
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د نجونو د زده کړو پر بندیزونو هم اندېښنه ښودلې ده.
 
خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو شوې تېروتنې دې بیا نه تکراروي او د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته دې زمینه برابره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي