۰

المان له افغانستان سره ۹۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د افغانستان لپاره د المان سفارت وايي، هېواد یې له افغانانو سره د مرستې په خاطر ۹۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
المان له افغانستان سره ۹۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړې
د افغانستان لپاره د المان سفارت وايي، هېواد یې له افغانانو سره د مرستې په خاطر ۹۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له خوا ولګول شي.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، په دې سره په روان کال کې له افغانانو سره د المان مرسته ۳۳۱ میلیون یورو ته رسېږي، چې د ملګرو ملتونو، سره صلیب او غیر دولتي بنسټونو له خوا افغانستان کې لګول کېږي.

خبرپاڼه کې د افغانستان له خلکو سره د همکاری ډاډ ورکړل شوی او دا یې هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو سیستماتیک نقض په ځانګړې ډول د مېرمنو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کېدل په کلکه غندي.

د المان سفارت په اعلامیه کې ټینګار شوي، چې افغانان باید له هر ډول وېرې او نیونې پرته د بیان آزادي، حق غوښتنه او سوله ییزې غونډې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي