۰

کرکټ: افغانستان، سریلانکا ته په خپل کور کې په ستر توپیر ماته ورکړه

شنبی ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۶
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوب لړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ملي لوبډلې ته په خپل کور کې په ستر توپیر ماته ورکړه.
کرکټ: افغانستان، سریلانکا ته په خپل کور کې په ستر توپیر ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اوریزه لوب لړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ملي لوبډلې ته په خپل کور کې په ستر توپیر ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون جمعه د لیندۍ ۴ مه پیل شوه، بچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورنو کې ۲۹۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

ابراهیم ځدران په زړه پورې لوبه وکړه، په ۱۲۰ توپونو یې ۱۰۶ منډې وکړې، خو رحمان الله ګربز او رحمت شاه هم پنځوسیزې وکړې.

رحمان الله ګربز ۵۳، رحمت شاه ۵۲، نجیب الله ځدران ۴۲ او ګلبدین نایب ۲۲ منډې وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د سریلانکا پیل ښه و خو په درېیمه اور کې یې د ویکټو غورځېدا پیل او لوبغاړي یې تر لږ منډې کولو وروسته یو په بل پسې وسوخېدل.

د سریلانکا له دوه لوبغاړو پرته چې یوه یې ۸۵ او بل یې تر ۶۰ زیاتې منډې وکړې نور یې ټول لوبغاړي تر ۲۰ په کمو منډو وسوځېدل.

سریلانکا د ۳۸ اورونو په لوبولو سره ۱۰ لوبغاړي له لاسه ورکړ او یوازې ۲۳۴ منډې یې وکړې او دغه لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر سره وبایلله.

د یادونې ده، چې افغان لوبډله له سریلانکا سره درې پنځوس اوریزه لوبې لري، چې دویمه یې سبا د لیندۍ ۶ مه تر سره کېږي.

د دغه لوبو ګټل د هر لوبډلې لپاره خورا مهم دي، ځکه د هرې لوبې په ګټلو سره ګټونکې لوبډله د ۲۰۲۴ نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو ته د مخامخ تګ چانس تر لاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي