۰

د هوايي ځواک ۷۰ الوتکې او څرخکې بېرته ترمیم شوې

شنبی ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواک تخنیکي عملې او متخصصانو ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي.
د هوايي ځواک ۷۰ الوتکې او څرخکې بېرته ترمیم شوې
دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواک تخنیکي عملې او متخصصانو ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ویاند عنایت الله خوارزمي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي، دا الوتکې او څرخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې امریکايي پوځیانو له افغانستانه تر وتلو مخکې ویجاړې یا زیانمنې کړې وې.

نوموړي زیاته کړې، دا الوتکې او څرخکې اوس الوت ته چمتو دي او د افغانستان هوايي ځواک ورڅخه کار اخلي.

خوارزمي په عین حال کې ویلي، کله چې دوی د تېر کال په اګست کې کابل ونیوه، هېڅ الوتکه او څرخکه روغه نه وه او هېڅ یوې الوتنه نشوای کولی.

خوارزمي دغه راز ویلي، چې د ا په غوښتنه ۴۰ پېلوټان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د زیانمنو شویو الوتکو په ترمیم کې یې مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي