د پکتيکا ولايت زيړوک ولسوالۍ کې يوې ميرمنې په يو ځل شپږ اولادونه زیږولي دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ډاکتران وايي، په زېږدولو ماشومانو کې درې هلکان او درې نجونې دي.
سرچینې زیاتوي، د يادې مېرمنې دوه لورګانې تر زېږېدو وروسته مړې شوې، خو څلور نور اولادونه يې اوس هم ژوندي دي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې لغمان ولایت کې هم د یوې مېرمنې پنځه ماشومان، چې دوه یې لوڼې او درې زامن و په یوا وار زېږېدلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل