۰

ډېر ژر به د هوايي دهلیز له لارې له افغانستان نه هند ته صادرات پيل شي

دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۳
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به دغه هېواد ته صادرات پیل شي.
ډېر ژر به د هوايي دهلیز له لارې له افغانستان نه هند ته صادرات پيل شي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به دغه هېواد ته صادرات پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد ټینګار کړی، چې د دغه دهلېز له لارې به ډېر ژر د افغانستان مالونه هند ته صادر شي.

نوموړي زیاته کړې، هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې له دغه بندره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ صادرات شوي دي.

دی وایي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پيل شي او تازه او وچه مېوه، لاسي صنايع او نور سوداګريز توکي به د هوا له لارې هند ته صادر شي.

د یادونې ده، چې د بهرنيو چارو  سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې وړاندې هرات ته د سفر پر مهال ویلي، چې د دوی له واکمنېدو سره د سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي