۰
د افغانستان بانک:

خلک دې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي

دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان بانک له خلکو غوښتي، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي.
خلک دې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي
د افغانستان بانک له خلکو غوښتي، د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بانک د اسلامي بانکدارۍ د برخې امر یوسف سلیم ویلي، د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ راهیسې واک ته د اسلامي امارت له رسېدلو وروسته د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، چې لا هم دوام لري.

نوموړي له خلکوغوښتي، چې د اسلامي بانکدارۍ په مختلفو برخو کې دې پانګه وکړي او په دې توګه دې مرکزي بانک سره همکاري وکړي.

د افغانستان بانک دغه چارواکي له خلکو غوښتي، چې په بانکونو کې د پیسو په امانت اېښودلو سره نه یوازې به ګټه وکړي بلکې د افغانستان په بیا رغونه او خلکو ته د کار په موندلو کې به هم مرسته وکړي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي، په تېر څه باندې یو کال کې د دغه بانک د هڅو په پایله کې د بانکونو وضعیت له بحراني حالت څخه وتلی او مخ په عادي کېدو روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي