۰

مالیې وزارت د متقاعدینو حقوق ورکوي

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د تقاعد شویو پولیسو ټولنه وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ترلاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
مالیې وزارت د متقاعدینو حقوق ورکوي
د تقاعد شویو پولیسو ټولنه وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ترلاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې رییس شکرالله امانزوی وايي، د متقاعدینو یوازینۍ هیله د دوی حقوق دي او په وینا یې چې له تېرو دوو کلونو  راپدېخوا یې نه دي ترلاسه کړي.

متقاعدین وايي د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سون ‌توکي نه ‌شي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي.

بل لور ته بیا د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل ډاډ ورکوي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره جوړ شوی طرزالعمل یې د اسلامي امارت مشرتابه ته د منظوري په موخه لېږلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د مشرتابه له تایيد سره سم به د ټولو متقاعدینو حقوق ورکړل شي.

د متقاعدینو د ټولنې د مالوماتو له مخې اوس ټول هېواد کې د ښځینه ‌وو په ګډون ۱۴۹زره متقاعدین شتون لري چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي