۰
کرن ډېکر:

د هرات امنیتي کنفرانس کې به د افغانستان له خلکو د امریکا قوي ملاتړ اعلان کړم

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر د هرات په امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته رسېدلې ده.
د هرات امنیتي کنفرانس کې به د افغانستان له خلکو د امریکا قوي ملاتړ اعلان کړم
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر د هرات په امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات امنیتي کنفرانس چې د افغانستان په اړه دی نن سه شنبې د لیندۍ ۸ مه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې پیل کېدونکی دی.

دغه کنفرانس ته د افغانستان په ګډون د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو استازي وربلل شوي، چې د افغانستان په اړه به په کې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر کرن ډېکر هم په خپله ټوېټر پاڼه ویلي، چې دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه دوشنبې ته رسېدلې ده.

نوموړې ویلي، د هرات امنیتي کنفرانس چې له ۲۰۱۲ راهیسې د افغانستان په اړه جوړېږي، د دغه هېواد د وضعیت په اړه د نظر د تبادلې او خبرو اترو لپاره یو ښه فرصت دی.

مېرمن ډېکر ویلي، چې دا به په غه کنفرانس کې د افغانستان، تاجکستان، سیمې او اورپايي ټولنې له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې ویلي، چې دا به په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه واوري او یو ځل به بیا د افغانستان له خکو څخه د امریکا متحده ایالاتو قوي ملاتړ اعلان کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي