۰
پنټاګون:

چین له افغانستان نه د امریکا د وتلو مسله د امریکا د بې اعتبارۍ لپاره کاروي

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۸
د امریکا دفاع وزارت ادعا کړې، چې چین له افغانستان څخه د امریکا يي ځواکونو وتل د امریکا د بې باورۍ لپاره کاروي او ګټه ترې اخلي.
چین له افغانستان نه د امریکا د وتلو مسله د امریکا د بې اعتبارۍ لپاره کاروي
د امریکا دفاع وزارت ادعا کړې، چې چین له افغانستان څخه د امریکا يي ځواکونو وتل د امریکا د بې باورۍ لپاره کاروي او ګټه ترې اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په تازه راپور کې ټینګار کړی، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو دغه فرصت چین ته په لاس ورکړی، چې د امریکا د بې باورۍ لپاره کار وکړي.

د سرچینې په وینا چین هڅه کوي، چې په دغه کار سره امریکا د نړې نورو هېوادونو ته بې باوره او مخ پر ځوړ ملګری وښيي.

په راپور کې په سیاسي او نظامي لحاظ د چین ګواښونو ته هم اشاره شوې او د امریکا کانګرس ته یې ویلي، چې چین د دوی یو له مهمو او ګواښونکو سیالانو څخه دی.

د امریکا د ۲۰۲۲ کال د ملي امنیت ستراتېژۍ کې هم چین د امریکا یوازینۍ رقیب هېواد بلل شوی، چې په وینا یې د نړیوال نظم د بدلون هوډ او وړتیا لري، خو زیاتوي د امریکا سیاست بیا دا دی، چې د چین نفوذ په نړۍ کې کم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي