۰

نوې ګمارنې: محمد قاسم خالد د کابل والي وټاکل شو

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د افغانستان د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس شیخ محمد قاسم خالد د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
نوې ګمارنې: محمد قاسم خالد د کابل والي وټاکل شو
د افغانستان د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس شیخ محمد قاسم خالد د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امیرالمومنین د حکم پر اساس مولوي ظاهر خان د لوړو زده کړو وزارت د مصلینو چارو د معین او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلټنې مخکنی معین شیخ محمد قاسم خالد د کابل د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې مولوي اسماعیل روحاني د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو د معین په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي