۰

وېسټ پر افغانستان د خبرو لپاره جاپان، هند او اماراتو ته ځي

پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان پر سر د خبرو لپاره جاپان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
وېسټ پر افغانستان د خبرو لپاره جاپان، هند او اماراتو ته ځي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان پر سر د خبرو لپاره جاپان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې له خپلو شریکانو سره به افغانستان کې پر روان بشري ناورین، اقتصادي ستونزو، د افغانانو له حقونو پر دفاع او ګډو امنیتي اندېښنو خبرې اترې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خپل سفر په ترڅ کې به په دغه هېوادونو کې مېشتو افغان فعالانو د بشري حقونو مشرانو، سوداګرو، سیاسیونو او رسنیو سره پر دې نظر تبادله کړي، چې څخه د افغانستان روان بحران ته رسېدګي کولی شي.

د یادونې ده، چې وېسټ له دې وړاندې ترکیې او ځینې نورو هېوادونو ته هم د افغانستان پر سر د خبرو لپاره تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي