۰

امنه محمد: نړۍ له افغانستان سره د تعامل پر دوام تمرکز لري

پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، نړۍ دې ته لېواله ده او تمرکز یې پر دې دی، چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي.
امنه محمد: نړۍ له افغانستان سره د تعامل پر دوام تمرکز لري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، نړۍ دې ته لېواله ده او تمرکز یې پر دې دی، چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي.

نوموړې چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې دغه څرګندونې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.

کابل ته د مېرمن محمد او ورسره پلاوي د سفر موخه یو د افغانستان د حالاتو جاجول او بل له طالب چارواکو سره د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په اړه د نړیوالو د ځینو پیغامونو او اندېښنو رسول دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې د مېرمن محمد له قوله راغلي، چې نړۍ له افغانستان سره د تعامل پر دوام تمرکز لري.
 
د سرچینې په وینا په ورته وخت کې متقي دغه پلاوی ته ویلي، چې اوس هم ګڼې مېرمنې په تعلیمي او روغتیايي برخو کې په کار بوختې دي او هغه چې پر کور کېنول شوې معاشونه ورکول کېږي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د بندي مېرمنو شمېر هم کم شوی او د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر مېرمنو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړای شوې دي.

مقتي ویلي، د نړۍ له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د طالب چارواکو پر سفرونو بندیزونه او بانکي تحریمونه هغه عوامل دي، چې د افغانستان خلک یې له ستونزو سره مخ کړي او نړۍ ته پکار ده، چې د دغه ستونزو په حل کې مثبت ګامونه پورته کړي.
 
 
د متقي او ملګرو ملتونو د پلاوي لیدنه او خبرې پر داسې مهال کېږي، چې دغه سازمان په وار وار ګواښونه کړي، چې د نجونو پر زده کړه او د ښځو پر کار بندیزونه به پر افغان ولس ناوړه اغېز وکړي او د نړیوالو مرستې به له افغانستان سره بند کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
       
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي