د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، واشنګټن د طالبانو له مخالفانو سره د اړیکو په ټینګولو تورنوي.
کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا د افغانستان د اسعاري شتمنیو له کنګلولو سره د باج اخیستو په لټه کې ده.
دغه روسي چارواکي زیاته کړې چې مسکو په دې اړه اطلاعات ترلاسه کړي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت بیا د ضمیر کابلوف د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، دوی هېڅ هېواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
له بل لوري د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پر دې باور دی چې، واشنګټن د افغانستان د شتمنیو له کنګلولو سره له سرپرست حکومته د باج اخیستنې په لټه کې دی.
د کابلوف د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو څو میاشتو به د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شي او په وینا یې له افغان ولس سره مرستې به د دغو غونډو یوه برخه وي.
کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ضد د دویم مقاومت جبهې ویاند تایید کړه، چې د امریکا یوه پلاوی د دوی له مشرانو سره کتلي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.
جمهورخبري آژانس