د امریکا د مرکزي استخباراتو پخواني رییس او افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال پټیریوس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
جنرال پټریوس ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان راتلونکی برخلیک ګونګ دی او هېڅوک پر دې نه پوهېږي، چې د افغانستان وضعیت به کومې خوا ته ولاړ شي.
هغه له بي بي سي سره تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې د افغانستان وضعیت تیاره دی او طالبانو تر واک لاندې د هېڅ ډول پرمختګ نښه نه ښکاري.
هغه په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت تیاره بللی ویلي یې دي، چې د طالبانو نظام د اتمې پېړۍ له اسلام څخه په تفسیر ولاړ دی او دغه هېواد یې شاه ته غورځولی دی.
نوموړي ویلي، دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان لپاره ډېر څه کړي وو، خو په وینا یې په خواشنۍ چې له دغه هېواده د امریکا وتلو هر څه په سیند لاهو کړل او هلته یې یو ناورین رامنځ ته کړ.
جمهورخبري آژانس