۰

د اروپايي ټولنې استازې: د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدو

چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرسته مېرمن رافایلا لودېس وايي، دغه ټولنه به هېڅ کله د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.
د اروپايي ټولنې استازې: د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدو
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرسته مېرمن رافایلا لودېس وايي، دغه ټولنه به هېڅ کله د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.

مېرمن لودېس دغه څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزار د دفتر له مشر ملا عبدالواسع سره کتنه کې کړې او ویلي یې دي، چې اروپايي ټولنه له افغانانو سره مرستو او همکارۍ ته ژمنه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د مېرمن لودېس له قوله ویلي، اروپايي ټولنه چې د ۲۷ هېوادونو استازولي کوي، د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدي، تر څنګ یې ولاړ دي او د افغانانو دود او فرهنګ ته درناوی لري.

نوموړې ویلي« موږ به تر هغه د افغانانو تر څنګ ولاړ و، څو په دغه هېواد کې فقر او بېوزلي کمه شوې نه وي.»

ملا عبدالواسع هم ورته ویلي، امارت له هغه بنسټونو سره په همغږۍ کارونه مخ ته وړي، چې غواړي د افغانانو ژوند ښه شي او خدمات ورته وړاندې شي.

دغه ملا ورته ویلي، چې امارت د شریعت د اصولو په چوکاټ کې له زده کړو سره مخالف نه دي.

د هغه په وینا د طالبانو ډېری مشران هغه کسان دي، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په زده کړو کې تېره کړې ده.

ملا عبدالواسع د اروپايي ټولنې له استازې غوښتي، چې اروپا کې د قرانکریم د سوځولو څخه مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي