۰

ملګري ملتونه: له کاره د ښځو بندول به میلیونه مېرمنې له مرستو بې برخې کړي

دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۷
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، له کاره د ښځو بندول به میلیونونه افغان مېرمنې له نړیوالو مرستو برې برحې کړي.
ملګري ملتونه: له کاره د ښځو بندول به میلیونه مېرمنې له مرستو بې برخې کړي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، له کاره د ښځو بندول به میلیونونه افغان مېرمنې له نړیوالو مرستو برې برحې کړي.

دغه بنسټ په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره د مرستې په خاطر د ښځینه کارکوونکو شتون اړین بللی او پر طالبانو یې غږ کړي، چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې له کاره د ښځو بندیز او تر ټولو ساړه ژمي د افغانستان بې وزله او فقیرو خلکو ته سخت زیانونه اړولي دي.
 
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې همدا اوس هم میلیونه افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي او که مرستې ونه شي، نو ناورین به لا زیات شي.

د یادونې ده، چې طالبانو لومړۍ د نجونو زده کړې بندې کړې او وروسته له هغې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغه پرېکړې له تېر یوه نیم کال راهیسې د دوی او نړیوالو تر منځ په ناندریو بدلې شوې او د دې سبب شوې، چې لا هم د طالبانو حکومت څوک په رسمیت ونه پېژني.

جمهورخبری آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي