د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش له افغان ښځو د نړۍوال ملاتړ پر دوام له ټینګار سره ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان به په دغه هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو او د ښځو د کار لپاره مبارزه وکړي.
انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو د “ښځو مدني ټولنې” په غونډه کې یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه څنډې ته شوي او نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي چې په افغانستان کې د ښځو د کار د بیا پیلولو لپاره فشارونو ته دوام ورکوي.ګوترېش د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شاتګ ګڼي.
خو د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د ټولو افغانانو حقوق د شریعت په چوکاټ کې تامين شوي دي.
جمهورخبري آژانس