۰

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو نه پیلېدو غبرګونونه را پارولي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۲
په نوي ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو نه پیلېدو غبرګونونه را پارولي
په نوي ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه رییس د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان په زیان بولي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وایي، چې سرپرست حکومت د بشري حقونو له نقض او له تحصیل نه د نجونو له محرومولو لاس نه اخلي او له سرپرست حکومت سره د امریکا د اړیکو عادي کېدل شوني نه دي.

دغه راز د نوي ښوونیز کال په پېلېدو سره، په افغانستان کې د یوناما دفتر یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تبعیضي تګلارو بیا کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونېسف) په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز له زده کړو نه د څه باندې یو میلیون نجونو د محرومېدو لامل شوی او هغوی یې له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي