۰

سرپرست حکومت: تخنیکي او مسلکي برخې باید پیاوړې شي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي څو مسلکي او تخنیکي برخې لا پیاوړې کړي.
سرپرست حکومت: تخنیکي او مسلکي برخې باید پیاوړې شي
د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي څو مسلکي او تخنیکي برخې لا پیاوړې کړي.

د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ اوڅارنې مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت د بستونو د برېښایي ازموینې پر مهال وویل، چې د سرپرست حکومت مشرتابه مسلکي برخو او د هغو پیاوړتیا ته ډېره پاملرنه لري.

بل خوا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسوولان وايي، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایي بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لري.

د چارو د ادارې ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷ زره بسته ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وو او په راروانه اوونۍ کې به د ښاروالۍ د ۱۶۷ بستونو چې اعلان ته سپارل شوي، ازموینه واخیستل شي.

دغه اداره هڅه کوي چې د ازموینې اخیستو بهیر اسانه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي