۰

د امریکا کانګرس له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو راپور ته په تمه دی

پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
تمه ده چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي.
د امریکا کانګرس له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو راپور ته په تمه دی
تمه ده چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په واشنګتن کې د سنا یوې استماعیه غونډې ته وکړه.

په استازیو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې، د بهرنیو چارو وزیر که چېرته د دوی له غوښتنې سره سم اسناد وړاندې نه‌کړي، احضار به یې کړي.

جمهوري غوښتونکي انتقاد کوي چې، له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې دیارلس امریکایي سرتېرې ووژل شول.

دوی وايي، دا ځواکونه په داسې بېړه ووتل چې په سلګونو امریکایان او په زرګونو هغه افغانان چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې ایسار پاتې شول.

خبرگزاری جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي