د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې رییس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته دوه ورځې وخت ورکړی چې له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله سندونه د دغې کمېټې په واک کې ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې رییس مایک مک مکال ګواښ کړی که چېرې انتوني بلېنکن تر سبا دوشنبې پر دغې غوښتنې عمل ونهکړي، د استازو جرګې له خوا به وبلل شي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه معلومات به روان کال د اپرېل تر نیمايي پورې د دغې کمېټې په واک کې ورکړي؛ خو د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د انتوني بلېنکن څرګندونې بې مانا وبللې.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه وزارت دغې کمېټې ته د اسنادو لېږلو ته ژمن دی او تر اوسه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د لامل په تړاو له دغې کمېټې سره د سپناوي لسګونه غونډې کړي او دغې کمېټې ته یې سلګونه پاڼې اسناد او شواهد ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس