۰
یونیسف:

ناچاودو توکو د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې د پاتې ناچاودو توکو له کبله د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
ناچاودو توکو د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې د پاتې ناچاودو توکو له کبله د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

یادې ادارې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، یوازې تېره اوونۍ اته افغان ماشومان د ناچاودو توکو له کبله وژل شوي دي.

یونیسف زیاته کړې، هڅه کوي چې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وشي.

دغې ادارې ویلي، د ماینونو د خطرونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ کوي او دغه راز به د هغو کورنیو او ماشومانو ملاتړ وکړي چې ماینونو اغېزمن کړي وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي