۰

په نوي کال کې د طبعیي پېښو له امله ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د طالبانو د طبعي پیښو ته د رسېدنې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان کال راهیسې د طبعي پېښو له امله په ټول هېواد کې کابو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په نوي کال کې د طبعیي پېښو له امله ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی
د طالبانو د طبعي پیښو ته د رسېدنې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان کال راهیسې د طبعي پېښو له امله په ټول هېواد کې کابو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي، د نوي ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې د سېلابونو او زلزلو له امله په ټول هېواد کې ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دغه راز ۱۷۷۹ کورونه په کلي یا قسمي ډول تخریب شوي او ۲۲ زره کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

نوموړي له زیانمنو کورنیو د مرستو په اړه ویلي، چې د نړیوالو بنسټونو او موسیساتو سره په همغږۍ یې له ۵۳ زره کورنیو سره د خوراکي، غیرخوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې شوې دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي